د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش دوشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) په غزې کې په سمدستي توګه د بشري اوربند غوښتنه وکړله او وې ویل چې دا تړانګه هره ورځ د سلګونو فلسطیني ماشومانو لپاره په هدیرې بدلیږي.
ښاغلي ګوتریش په ملګرو ملتونو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، “د مخکې تګ لپاره لار ښکاره ده. همدا اوس دې بشري اوربند وشي”.
د ملګرو ملتونو مشر وویل چې ټول اړخونه باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسؤلیت ادا کړي او تر څنګ یې دا هم وویل چې په جګړې کې هیڅ کومه ښکیله ډله د دې قوانینو څخه پورته نده.
هغه وړاندې وویل، ” دا پدې معنی چې د شرط او قید پرته باید په غزې کې برمته شوي کسان خوشې شي. زه به هیڅکله د هغوي په سمدستي توګه خوشې کیدو په کار کې سستي ونکړم”.
د دې نړیوالې ادارې مشر همدارنګه وویل چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوي معنی دا هم ده چې د ملکیانو څخه باید د انساني سپر په توګه کار وانخیستل شي او نه دې هم په غزې کې د ښوونځیو، روغتونونو، د ملګرو ملتونو مرکزونو او پنا ځایونو څخه کار واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزیر انټوني بلینکن هم په غزې کې د “بشري وقفې” غوښتنه کړې وه تر څو پدې سره وکړي شي د دې تړانګې کلابندو خلکو ته مرستندویه مواد ورسیږي.
خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو پدې ټینګار کوي چې تر هغه وخته به په جګړې کې بشري وقفه رانشي تر څو د حماس ډلې ټول برمته شوي کسان خوشې کړي نه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې په غزې کې “بشري ناورین” دی او دا یې د ټولې نړیوالې ټولني مسؤلیت وباله چې هلته د خلکو کړاو بند کړي.
ملګرو ملتونو داسې مهال د اوربند غوښتنه کړې چې د غزې د عامې روغیتا وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.
انتونیو ګوتریش اندیښنه څرګنده کړه چې په غزې کې هره ورځ سلګونه ماشومان مري او ټپي کیږي.
ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي د دې ادارې ۸۹ کار کوونکي هم په غزې کې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې په بمبارۍ کې وژل شوي.
ښاغلي ګوتریش زیاته کړه ، “مونږ باید د دې ظالمانه، ناوړه او ځورونکي ورانۍ څخه د وتلو لپاره باید همدا اوس عمل وکړو”.