ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

یوه امریکايي پوځي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ د جمعې پر سهار په بغداد کې لږ تر لږه اووه هاوانونه د امریکا سفارت پر انګړ ولګېدل، چې تر ټولو لوی برید یادشوی دی.
د امریکا یوه بل دفاعي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د جمعې پر ورځ په عراق او سوریه کې امریکايي ځواکونه لږ تر لږه پېنځه ځلې؛  درې ځله په سوریه کې او دوه ځله د بغداد په لویدیځ کې د عین الاسد پر هوایی اډه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
دا بریدونه د اکتوبر له نیمایي راپدیخوا په یوه ورځ کې پر اړوند سیمو تر ټولو زیات بریدونه ول. دا بریدونه له هغه مهاله، چې ایراني ملاتړو ملېشو د غزې په جګړه کې د اسرائیلو پر وړاندې په عراق او سوریه کې د امریکا شتمنۍ پر نښه کول پیل کړل.
د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن د عراق له لومړي وزير محمد شيعه السوداني سره په تیليفوني خبرو کې دغه بريدونه وغندل او کتائب حزب الله او حرکت حزب الله النجابه ايران پلوه وسله‌والې ډلې د وروستيو بريدونو عاملين وبلل.
د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې، آسټین سوډاني ته وویل، امریکا حق لري، چې دغو ډلو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
په بغداد کې د امريکا پر سفارت د بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دى اخيستى؛ خو له دې مخکې پر امريکايي ځواکونو بريدونه په عراق کې د اسلامي مقاومت د بيرغ لاندې د ايران پلوه ملېشو له خوا ترسره شوي دي.
د یادونې ده، چې په اړوند سیمو کې د امریکا پر لسګونه امریکايي ځواکونو بریدونه شوي او دې کار په سیمه کې د جګړې د پراخېدو وېره زیاته کړې ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *