د جاپان او جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا په سیمه از وخت دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) لیرې واټن ویشتونکی بالاستیک توغندی آزمایلی چې آن په متحده ایالاتو کې د اهدافو ویشتلو توان لري.
سره لدې چې غربي هیوادونو د شمالي کوریا د توغندیو آزمایښتونه غندلي خو دې هیواد په روان میلادي کال کې دومره توغندي او وسلې آزمایلي چې په تاریخ کې ساری نلري.
شمالي کوریا دوه ورځې سر په سر د توغندیو آزمایښتونه کوي. تیره ورځ یې د لنډ واټن توغندی آزمایلی و.
د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د پیونګ یانګ نوی توغندی ۱۰۰۰ کیلو مټره هوا ته تر پورته کیدو وروسته په ختیځې بحیرې کې چې د جاپان په بحیرې هم شهرت لري، ولوید.
سره لدې چې د جنوبي کوریا پوځ د توغندي د ډول په هکله څه ندي ویلي خو د جاپان د فداع وزارت بیا ویلي چې نوی آزمایل شوی توغندی بین القاروي بالاستیک توغندی و چې په ټول متحده ایالاتو کې واټن ویشتلی شي.
د جاپان د دفاع په وزارت کې یو چارواکي مطبوعاتو ته ویلي دا نوی توغندی چې شمالي کوریا آزمایلی که وزن او پکې کارول شوې سرګلولې ته وکتل شي، ښایي تر ۱۵ زره کیلو مټره پورې واټن وویشتلی شي.
د جاپان دې چارواکي هم ویلي چې دا توغندی د متحده ایالاتو ټولې خاورې ته د رسیدو توان لري.
شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو ازمایښت وکړ او د هماغې نیټې راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ځله په پریکړه لیکونو کې د دې هیواد څخه د اتومي او بالاستیک توغندیو د آزمایښتونو بندولو غوښتنې کړي.
د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې ورځې آزمایښت سولې او ثبات ته ګواښ بللی او ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړاوانه ده.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د شمالي کوریا تازه ازمایښت غندلی دی.
شمالي کوریا د روان میلادي کال راهیسې څلور ځله د بین القاروي بالاستیک توغندیو ازمایښتونه کړي. وروستی ازمایښت یې د جولای په میاشت د Hwasong-18 توغندی و چې جامد سونګ مواد پکې کارول شوي و.
دې هیواد د لومړي ځل لپاره د داسې بین القاروي توغندي آزمایښت وکړ چې جامد سونګ مواد پکې کارول شوي. د مایع موادو په پرتله د جامدو موادو کارول د شمالي کوریا لپاره د توغندي وارول او له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدول آسانوي.
د جنوبي کوریا د پوځ د لوی درستیز ویاند ویلي هغوي پدې کار کوي چې معلومه کړي آیا د دوشنبې ورځې په ازمایل شوي توغندي کې جامع مواد کارول شوي که نه