ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د هندوستان غوره لیګ(آی پي ایل) د ۱۷م پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پیرلو مراسم د درې افغان لوبغاړو د اخیستلو په ګډون پای ته ورسېدل.
دغه بولي د سې شنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شول.
د یادې بولۍ پرمهال درې افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی، محمدنبي او مجیب الرحمن هم بیلابیلو لوبډلو وپيرل.
دا ځل لومړنی افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی و چې په خپل اصلي قیمت ۵۰ لکه هندي کالدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست.
محمدنبي او مجیب الرحمن بیا د بولۍ په بیا ځلي پړاو کې واخیستل شول، نبي په ۱.۵ کروړه ممبي اینډینز او مجیب الرحمن بیا په دوه کروړه هندي کالدارو کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وپیره.
له دې درې لوبغاړو سره د آی پي ایل په راتلونکي پړاو سیالیو کې به ۸ افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړي.
دا ځل په بولۍ کې په لوړه بیه د یوه لوبغاړي د اخستلو ريکارډ هم جوړ شو، د اسټرالیا چټک توپ اچونکی میچل سټارک د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ۲۴ کروړه او ۷۵ لکه هندي کالدارو واخیست.
دغه راز د اسټرالیا لوبډلمشر پاټ کمېنس بیا د سن رایزر حیدراباد لوبډلې په ۲۰ کروړه او ۵۰ لکه هندي کالدارو پیرلی دی.
تر دې وړاندې د آي پي ایل په تاریخ کې په لوړه بیه پلورل شوی لوبغاړی د انګلستان سام کرن و چې په څه باندې ۱۸ کروړه پنجاب کینګز لوبډلې تېر کال اخستی و.
د هندوستان غوره لیګ په راتلونکي پړاو سیالیو کې د ګجرات ټایټانز په لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشدخان، نوراحمد او عظمت الله عمرزی لوبه کوي.
د کلکته نایټ رایډرز لپاره رحمن الله ګربز او مجیب الرحمن اخستل شوي دي.
نوین الحق د لکنو سوپر جاینټز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
فضل حق فاروقي هم د سن رایزر حیدراباد لوبډلې ساتلی دی. او محمدنبي عیسی خیل د لومړي ځل لپاره د ممبيي له لوبډلې سره یوځای شو.
باید وویل شي چې د آي پي ایل سیالۍ به د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۲۲مه نېټه پيل شي او د مای میاشتې تر اخره به دوام وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *