ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر (شنبه د مرغومي ۲ ) په اسلام‌آباد کې د ایران له سفیر سره د خبرو پرمهال ویلي؛ امریکا د افغانستان د بې‌ثباتۍ علت دی او په پاکستان کې ناامني پراخوي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند  مشر سراج الحق په دې کتنه کې ویلي: امریکا په سیمه کې د کړکېچونو اصلي ریښه ده او ځواکونه یې، چې په هرځای کې وي؛ ستونزې رامنځته کوي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ سراج الحق د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د غزې پر وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې کړې دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې رضا امیري مقدم هم په دې غونډه کې ویلي: هغو هېوادونو، چې له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي؛ باید پخپلو پرېکړو له سره غور وکړي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *