دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان له هند سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي، دا لړۍ د هند په کوربه توب سبا (پنجشنبه) پیلېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې لوبلړۍ لپاره ۱۹ کسیزه لویه لوبډله ټاکلې چې په ترکیب کې یې راشد خان هم دی خو اوس د دې پخلی شوی چې ښاغلی خان د روغتیاي ستونزو له کبله نشي لوبیدی.
راشد خان د یو ورځنیو سیالیو له نړیوال جام وروسته لندن کې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د څه وخت لپاره د ارام سپارښتنه کړې.
د نړۍ دا پیاوړۍ لوبغاړی له لوبډلې سره په هند کې په تمریناتو بوخت دی خو لا د لوبې جوګه نه دی.
هند هم دغې لوبلړۍ ته د روهېت شرما او ویرات کوهلي په ګډون پیاوړې لوبډله اعلان کړې چې مشري یې پیاوړی او با تجربه لوبغاړی روهېت شرما کوي.
په همدې مهال هندي روزونکي ویلي ویرات کوهلي د افغانستان خلاف لومړۍ لوبه کې د شخصي بوختیاوو له کبله نه لوبېږي.
د هند کرکټ روزونکی راهول ډراویډ خبري غونډې ته ویلي ویرات کوهلي به په دوه نورو لوبو کې وي