ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د وطن راډيو ټلويزيون رهبري او ټول کارکوونکي د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي د زړه له کومي ټولو هېوادوالو ته وايي او هيله لري چې طاعات، عبادات مو د لوی څښتن تعالی په دربار کې قبولې شوې وي او د اختر نېکمرغه ورځې د خپلو کورنیو او دوستانو سره له خوښیو په ډکو شېبو کې ونمانځئ. د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د وطن راډيو ټلويزيون رهبري له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې راځي د دغه نېکمرغه کوچني اختر په برکت سره د امکان تر حده‌ د مرسته لاس اوږد کړو بیوزلو او راستون شويو هېوادوالو سره مرسته وکړو او په ګډه سره‌ د سخاوت، شفقت او يوالي روحيه را ژوندي کړو او همدارنګه د هېواد د ابادۍ، ټولنې پياوړتيا لپاره ملګرتيا وکړو او فردي ګټو پرځاي ملي ګټو ته ترجيح ورکړو ترڅو يو ځل بيا افغانستان د پياوړيو هېوادونو په سرکې ځاي ومومي.يو ځل مو بيا نېکمرغه کوچني اختر مبارک شه پدې هیله چې له خپلو دوستانو سره د زړه راښکونکي يادونو ، خوښيو او خوشحالي څخه ډګ اختر ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *