په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د هېواد سویل ختیځ کې له ډیورنډ “فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې” پر هغو ځایونو انتقامي بریدونه کړي چې پر افغانستان بریدونه پکې تنظیم شوي وو.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي بيبيسي ته وویل: “د هېواد د جنوب ختيځ له استقامته د [ډیورنډ] فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو هغه پټنځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونه تنظمېدل.”
په ځینو نورو راپورونو کې د سرحدي سیمې په نښته او پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې خبر ورکوي.