ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د شنبې په ورځ ‘اسد ۲۸مه’ د اسلامی امارت ځینو مهمو چارواکو دفاع وزارت کې د هېواد خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۴مې کالیزې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي غونډه کې وویل چې له نن نه ۱۰۴ کاله مخکې په ۱۹۱۹ کال کې، د امیر امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د خپلواکۍ اخیستو کې ډېر رول د ولسونو و.

“د خپلواکۍ اخیستو کې ډېر رول د ولسونو او علماوو او طلباوو و، قرباني ولسونو ورکړې ده، پر انګریزانو ځمکه سره شوه او خبرو ته حاضر شو، همدا وو چې راولپنډۍ کې مذاکرات ورسره وشول، پرېکړه وشوه چې د افغانستان خارجي سیاست به نور د انګریزانو تابع نه وي، دا هماغه ازادي ده چې نن یې موږ او تاسې لمانځو.”

۱۰۴ کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان هغه مهال پاچا امان الله خان له بریتانیا د خپل هېواد خپلواکي بېرته اخیستو اعلان وکړ او له هغه راهیسې هر کال په افغانستان کې دا ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *