ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د اسلامی امارت د حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت بهرني استخباراتي سازمانونه تورن کړل چې د ده په وینا د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر چتر لاندې بم چاودنو او شخړو کې لاس لري.
هغه پرون یکشنبې ملت ته د حساب ورکولو د بهیر په مهال دغه تور پورې کړ، خو په مشخص ډول یې د کوم سازمان نوم یاد نه کړ.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې اسلامی امارت بیا پر افغانستان واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی چې د بشپړ امنیت د ټینګښت په برخه کې یې طالبان له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.
خو د اسلامی امارت لوی درستیز پرون په خپلو څرګندونو کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې په ټول افغانستان کې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه څرګنده تګلاره مخ ته کړې ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *