د کابل ښار د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې نن مازدیګر د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د دارالمان په سیمه کې په یوه زرنج کې چسپکي ماین چاودنه کړې چې په زرنج کې دوه تنه سپاره یې وژلي او یو بل لاروی یې ټپي کړی دی.
ښاغلی ځدراڼ زیاتوي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پېل کړي تر څو د یادې پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.