ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالۍ (یوناما) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د تېر حکومت د چارواکو، امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د نقض لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې رامنځته شوې دي.

په راپور کې راغلي دي چې دغه پېښې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون تر ۳۰مې پورې رامنځته شوې دي چې په کې ناقانونه وژنې، په خپل‌سر نیونې، ربړونې، ناوړه چلند او په پلان شوې بڼه په تېر حکومت پورې د تړلو کسانو او امنیتي ځواکونو نادرکه کېدل شاملېږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *