ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د جولای په میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۵،۶ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې ورکړي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، د دغه سازمان په مرستو کې ۳۵ زره ټنه خوراکي توکي او ۹ میلیونه ډالره نغدي مرسته شامله ده، چې د جولای په میاشت کې د افغانستان پر اتباعو وویشل شوه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *