ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

تسنیم خبري اژانس د یوه راپور له خپرولو سره ویلي چې د دغه خبري اژانس عکاس او ویډيو اېډېتر محمد حسین ولایتي تېره شپه (د جمعې په شپه) ازاد او په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.

دغه خبري اژانس زیاته کړې چې ولایتي تراوسه ایران ته نه دی ستون شوی او هیله کېږي چې ډېر ژر خپل هېواد ته ولېږدول شي.

تېره شپه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په خپله توېټر (اکس) پاڼه د محمد حسین ولایتي د ازادولو لپاره د «ډپيلوماټيکو او کونسلي هڅو» خبر ورکړی و.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *