د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت ویلي چې برېټانیا په روان زیږدیز کال کې له افغانانو د ملاتړ لپاره ۱۲۵ مېلیون ډالره ځانګړي کړې دي.
دغه سفارت په خپله د اکس پر خواله رسنۍ لیکلي چې برېټانیا امن او سوکاله افغانستان ته ژمن دی او دغه مرستې به د ماشومانو د زدهکړو په برخه کې ولګول شي.
