ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې يې له ۶۲ زره زیاتې ښکاره کمرې په سړکونو، کوڅو او مهمو ځایونو کې لګولي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیوکلیپ کې چې پرخپلې ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني تویټر کې اېښې، وایي، دا کمرې یې د خلکو په همکارۍ د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او تخینکي طرحې له مخې په کابل ښار کې لګولي دي.
هغه ویلي چې د امنیتي طرحې له مخې، به د ښار ټولې سیمې تر څار لاندې راشي چې دا کاربه د جرایمو له مخینوي سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل، چې د امنیتي کمرو د نصب لړۍ به د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د امنیتي کمرو له لګولو سره دا پوښتنه هم راپورته کیږي، چې د خلکو د خصوصي حریم خوندیتوب ترڅه حده په پام کې نیول کیږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *