د جاپان چارواکي وايي، سږ کال دغه هېواد په ۱۲۵ کلونو کې تر ټولو ګرم اوړی تجربه کړی دی. په جاپان کې د هوا پوهانو دغه لوړه تودوخه غیر معمولي بللې ده. په جاپان کې د تودوخې درجه د اوسط په پرتله ۱.۷۶ درجې لوړه وه.
سږ کال د اروپا، شمالي افریقا، شمالي امریکا او نور هېوادونه د سختې ګرمۍ شاهدان دي چی لامل یې د اقلیم بدلون بلل کیږی.
