بهرنیو چارو وزارت ځانګړي مفتش په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د ځانګړو ویزو د متقاضیانو شمیر څو چنده ډیر شوی.
پدې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر تر میاشتې ددې ویزو د متقاضیانو شمیر د ۳۰ زرو څخه هم کم و خو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې بیا د دې کسانو شمیر ۱۵۵ زرو ته ورسید.
امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل تر میاشتې په افغانستان کې د ځانګړو ویزو متقاضیانو او کورنیو غړیو شمیر چې د دې ویزو لپاره یې فورمې ډکې کړي، ۸۴۰،۰۰۰ ته رسیږي.
د دې ویزو لپاره ټول متقاضیان نه منل کیږي او د بهرنیو چارو وزارت ویلي پنځوس په سلو کې متقاضیان چې درخواستۍ یې ورکړي، د دې ویزو لپاره شرایط نه پوره کوي.
