د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک د پولي پروګرامونو او په هېواد کې د زیربنايي پروژو پلي کول او د امنیت ټینګښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو اصلي لامل بولي.
دغه ټولنه زیاتوي، په هغو ولایتونو کې چې پخوا به پهکې بهرني اسعار کارېدل اوس هلته افغانۍ کارول کېږي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک په دې هکله له طلوعنیوز شبکی کی وویل:«د افغانستان بانک یوه منظمه پالیسي جوړه کړې ده، د افغانۍ د ثبات د ساتلو لپاره دوی په دوامداره توګه هڅه کوي، چې مارکېټونه کنټرول کړي او اجازه ورنهکړي، چې افغانۍ د پخوا په څېر خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»
