د ازموینو ملي ادارې نن (دوشبنې، د وږي په ۱۳مه) د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
دغې ادارې اعلان کړی چې د فراه ولایت اوسېدونکي محمود د ۳۵۹٫۱۶۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږني کانکور اول نمره او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
بلخوا د کابل اوسېدونکی عباس د ۳۵۷٬۴۷۵۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او عبدالباعث د ۳۵۵٫۷۹ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم نمره شوي دي.