افغانستان د کرېکت اسیا کپ سیالیو په دوام نن سه شنبه په ورستي ګروپي پړاو کې د سریلانکا سره د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
دغه دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت دوه بجې، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې د بریا بخت وازمایي.
د اسیا کپ په ګروپي لوبو کې به دا د افغانستان وروستۍ لوبه وي، ځکه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د یک شنبې په ورځ بنګله دېش ته بایللې وه.
