د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې څه باندې دوه مېلیونه تنه د بودیجې د کموالي له امله د دغه بنسټ له بشري مرستو به بېبرخې شي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«د خوراکي توکو د دغو مرستو کموالی په دې معنا دي چې ۱٫۴ مېلیونه میندې او ماشومان یې نور نهشي کولای چې د خوارځواکۍ د ځانګړي خواړه ترلاسه کړي. ګومان کېږي د هغو کسانو شمېر چې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې بسترېږي، په راتلوونکو میاشتو کې په چټکۍ سره لوړ شي.»
بلخوا په هېواد کې اړمن د مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو له مهم بللو سره وايي اړتیا ده چې دغه مرستې زیاتې شي.
