ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

واشنګټن شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو د ناوړه پایو خبرداری ورکړی دی.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان سې‌شنبه وویل، که پیونګ یانګ مسکو ته وسلې ورکړي، نو دا به ورته ګرانه تمامه شي.

ښاغلي سالیوان زیاته کړه چې د وسلو لپاره شمالي کوریا ته مراجعه دا روښانوي چې روسیه په څنګه وضعیت کې ده.

هغه وویل چې مسکو به د شمالي کوریا وسلې د اوکرایین ښاري سیمو کې د خوړو پر زېرمو او د تودوخې پر تاسیساتو بریدونو لپاره وکاروي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *