ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د ملي دفاع وزارت ۲۰۹ الفتح قول اردو په بامیانو کې د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د څو لرغونو آثارو او عتیقه توکو د ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په ضبط شویو آثارو کې دوه بتان، دوه مومیايي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندوقونه، دوې تورې او یو کتاب چې په سرو زرو لیکل شوی دی شامل دي.
ملي دفاع وزارت ویلي چې یاد آثار او عتیقه توکي ملي موزیم ته سپارل شوي او په تړاو یې څو تنه هم نیول شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *