افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني په افغان هزاره سیاسي مشرانو غږ کړی، چې خپل هېواد ته ستانه شي.
ښاغلي حقاني د افغانستان مرکزي ولایت بامیان ته د سفر پرمهال دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي:”موږ د هزاره قوم سیاسي مشرانو ته بلنه ورکوو، چې د نورو مشرانو په څېر خپل ژوند ته دلته دوام ورکړي.”
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر دې څرګندونو ته په ځواب کې د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، له مذاکراتو پرته د دوی ستنېدل ستونزه نه حل کوي.