ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

په تېرې شاوخوا یوې نیمې پېړۍ کې د بې ساري ورښتونو له امله په هانګ کانګ کې زورور سیلاوونه راوتلي، چې لارې ګودرې یې هم زیانمنې کړې دي.
د چین دولتي رسنیو په هانګ کانګ کې لږ تر لږه په تېرو ۱۴۰ کلونو کې د بې ساري اورښتونو خبر ورکړ.
د دغو راپورونو له مخې، د سختو اورښتونو له امله په کوڅو، هټیو او سټېشنونو کې سېلابونه راغلي دي.
چینايي چارواکو په دې ګڼ مېشته سیمه کې د ځمکې ښویېدو د ګواښ خبرداری هم ورکړی دی.
د چین د هوا پېژندنې ادارې هم د سخت باران له امله د “تور” توپان د لوړې کچې د احتمال خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پنجشنبې په شپه په هانګ کانګ کې ۲۰۰ ملی متره باران ثبت شوی.
د هانګ کانګ بورس بازار هم ویلي، چې نن به د پېرودونکو پر مخ تړلی وي.
د هانګ کانګ د اورګاډي شبکې چارواکو ویلی، چې د اورګاډي یوه کرښه تړل شوې او نورې کرښې له ځنډ سره کار کوي
هانګ کانګ ځایي حکومت هم اعلان وکړ چې ټول ښوونځي به د جمعې په ورځ د پراخو سیلابونو او جدي ټرافیکي ګډوډۍ له امله تړلي وي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *