ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

ریهکټر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه اته درجې یاد شوی دی. ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا جیولوژیکل سوسایټي د معلوماتو له مخې زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په ځمکه کې دننه پیل شوه.

د رپوټونو له مخې د دې زلزلې ټکانونه له اطلس غرونو نژدې ۳۵۰ کیلومتره لېرې پلازمېنه رباط او دغه راز کاسابلانکا ښارونو کې هم محسوس شوي دي.

لومړی ځل دا زلزله له ځايي وخت سره سم ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه او دویم ځلي یې څلور اعشاریه نهه درجو ټکانونه ۱۹ دقیقې وروسته بیا محسوس شول. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي سیمو کې مړه شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *