ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

ښاغلي‌ سیاف دا څرګندونې د شمالي ټلوالې د پخواني وتلي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې کړې.‌

په دې غونډه کې د عبدالرشید دوستم او محمد محقق په ګډون ګڼو نورو پخوانیو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

‌ښاغلي سیاف چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په ترکیه کې اوسي، وویل “طالبان دې له غروره راښکته شي، د مذاکراتو لپاره دې خپل پلاوی وټاکي،‌ نړۍ ته دې اعلان وکړي‌ چې مخالفانو سره خبرو ته چمتو دي‌ چې د افغانستان مشکل د خبرو له لارې حل کړو.”

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *