ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و چې ګمان کیږي د شمالي کوریا مشر روسیې ته په اورګاډي کې تللی .
دا په تیرو څلورو کالونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا مشر یو بهرني هیواد ته سفر کوي.
په روسیې کې مطبوعاتو ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی کیم په همدې روانې اوونۍ کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف هم پرته لدې چې د دواړو مشرانو تر منځ د ملاقات په هکله ټول جزیات ورکړي مطبوعاتو ته ویلي چې هغوي به په ملاقات کې د حساسو موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.
ښاغلي پیسکوف په خبري کنفرانس کې وویل چې د شمالي کوریا او روسیې مشران به د متحده ایالاتو خبرداري له پامه وغورځوي.
هغه زیاته کړه، ” ښکاره ده چې د ګاونډیو په توګه زمونږ هیوادونه په حساسو برخو کې همکاري کوي چې په عامه توګه پرې خبرې نشي کیدلی او نشي اعلانیدلی”.
پیسکوف وویل چې دا ډول ملاقاتونه د دولتي هیوادونو تر منځ په بشپړه توګه عادي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *