ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د دغه هېواد د پولیسو له لوري پر خپل‌سرو نیونو او ځورونو له نیوکې سره وايي چې د پاکستان پولیسو په کراچۍ ښار کې څه باندې ۱۰۰ تنه افغانان بې‌ګناه نیولي، ځورولي او ربړولي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووف وايي:«ډېرې درنې جریمې یې کېښودې او په بېلابېلو پلمو یې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې اقدام کړی او دغه ستره اندېښنه یې نن او پرون رامنځته کړې ده.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په پاکستان کې نږدې درې مېلیونه افغان کډوال، په ایران کې هم شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوال او په نورو هېوادونو کې شاوخوا یو مېلیون افغان کډوال مېشت دي.

By admin

One thought on “په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له بد او ناوړه چلنده شکایت لري.”
  1. Ahaa, its pleasant conversation concerning this piece of writing at this place at this blog,
    I have read all that, so now me also commenting at this place.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *