حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي، د روان کال حج مراسمو ګډون کوونکو حاجیانو ته به ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکړي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سهشنبه د وږي ۲۱مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې. دغه پیسې د سږکال حج مراسمو کې د حاجیانو له لګښت «اضافي» شوې چې دغه وزارت یې بېرته حاجیانو ته سپاري.