ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د پاکستان مخکینې لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د ده ورور نواز شریف چې د پاکستان مسلم لیګ مشر دی، د اکتوبر پر ۲۱ مه پاکستان ته ستنېږي.‌ شهباز شریف په لندن کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې “ټول پاکستان” به هغه ته په لاهور کې هرکلی ووايي.‌ هغه زیاته کړې چې که د ۲۰۱۸ کال د لانجمنو ټاکنو په پایله کې د پرمختګ بهیر نه وای مات شوی، نو پاکستان به اوس په ډېر ښه ځای کې و.‌ د هغو ټاکنو پایله کې عمران خان د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی و.
شهباز شریف ویلي، چې د نواز شریف په ورګرځېدو سره به د پاکستان اقتصاد بېرته پر سم لوري روان شي.
د یادونې ده چې نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې په ضمانت له زندانه خوشې او د څلورو اوونیو په مخه د درملنې لپاره بریتانیا ولاړ خو تر اوسه هلته پاتې دی.‌
هغه د مالي‌ فساد د تورونو په قضیه کې له واکه کوښه او زندانی شوی و. خو اوس شهباز شریف ويلي، ورور یې د یوې دروغجني قضیې له مخې له واکه محروم شوی و.
هغه زیاته کړې،‌ چې نواز شریف به پاکستان ته له تګ وروسته خپله قضیه مخته یوسي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *