د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال په میاشت کې یوازې درې میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره مرسته کولی شي
