د اسلامی امارت تر واک لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې د دغې دروازې د پرانېستې خبر خپور کړی، پرون هم د ننګرهار سیمهییزو چارواکو ویلي وو چې سبا سهار وختي دغه لار د تګ راتګ لپاره پرانېستل کېږي؛ خو تر اوسه پاکستانۍ غاړې په رسمي توګه څه نهدي ویلي.
د سېپتمبر په شپږمه نېټه د تورخم دروازه داسې مهال وتړل شوه، چې د پاکستان پوله ساتو له اسلامی امارت ځواکونو تر منځ نښته ونښته په دغې نښته کې د دوو طالبانو په ګډون د افغانستان غاړې ته درې کسان ووژل شول؛ خو د پاکستان غاړې ته د مرګژوبلې په اړه څه نه و ویل شوي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي وو چې ” دراسلامی امارت سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله” چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.”
خو ننګرهار کې بیا د اسلامی امارت امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي و، چې دغه پوسته له کرښې نږدې ۵۰۰ متره لرې د افغانستان خاروه کې ده او د هغه په خبره “نوې نهده.”
خو دا لومړی ځل نه و، چې دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه لاره د خلکو او ترانزیټ پر مخ تړل شوې ده.
د تورخم دروازې د پرانېستلو په اړه داسې هم ویل کېږي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني اړخ ته وویل چې لاره باید ژر تر ژره پرانیستل شي.
