د اوکرایین بندري چارواکي وايي، دوه باروړونکې بېړۍ تور سمندر کې د یوې نوې لارې په کارولو سره د دغه هېواد یوه بندر ته رسېدلې دي.
ټاکلې چې دغه کښتۍ له اوکرایینه ۲۰ زره ټنه غنم نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.
دغه کارګو بېړۍ شنبه د اوکرایین سویل لوېدیځ کې د اودیسا سیمې چورنومورڅک ښار ته رسېدلې.
چارواکي وايي دا روسیې سره د غلو دانو د خوندي صادرېدو هوکړې له پای ته رسېدو را وروسته لومړی ځل دی چې ملکي کښتۍ د اوکرایین یوه بندر ته رسېږي.
تر دې مخکې دا سمندري دهلیز یوازې له اوکرایین د وتونکو کښتیو لخوا کارول کېده.
د اوکرایین مرستیال لومړي وزیر اولکساندر کوبراکوف ویلي، د ‘رېزېلینټ افریقا’ او ‘ارویات’ په نومونو دغو کښتیو په ارام سمندر کې د پراته ‘پالایو’ جمهوریت له بیرغ سره حرکت کاوه او دا چې د عملې غړي یې د اوکرایین، ترکیې، اذربایجان او مصر وګړي دي.
د اوکرایین کرنې وزارت په وینا، دغه بېړۍ به اوکراییني غنم مصر او اسراییل ته ولېږدوي.
روسیه تېره جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له هغه شوي تړون ووته چې له چورنومورڅک او د تورې بحیرې له دوو نورو بندرونو یې د اوکرایین د غلو دانو صادرېدو ته اجازه ورکوله.