ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳
India players celebrate with the trophy after winning the Final of the Asia Cup 2023 match between India and Sri Lanka held at the R. Premadasa International Cricket Stadium (RPS), Colombo, Sri Lanka on the 17th September, 2023. Photo by: Vipin Pawar / CREIMAS / Asian Cricket Council RESTRICTED TO EDITORIAL USE

د سري لنکا لخوا ورکړل شوی ۵۱ کمو منډو هدف هندي لوبغاړو په لومړيو شپږو اورونو کې د کوم لوبغاړي له اوټ کېدو پرته پوره کړ او له دې سره یې په اتم ځل د اسیا جام اتلولي پخپل نوم کړه.
هند دا لوبه د لسو وېکټو په توپیر داسې مهال وګټله چې لا د لوبې نږدې ۴۴ اورونه (۲۶۳ بالونه) پاتې وو.
خو دا لوبه لا د پیله هغه مهال یو طرفه شوه چې د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۱۵م اوور کې یوازې د پنځوسو منډو له جوړولو سره اوټ شول.
هندي چټک توپ وهونکي محمد سراج د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول، هغه په دویم اوور کې ان څلور شري لنکايي لوبغاړي اوټ کړل او له دې سره یې د سري لنکا د غټو منډو جوړولو په اراده خاورې واړولې.
نوموړي په اوه اورونو کې شپږ وېکتې واخیستې او یوازې ۲۱ منډې پرې وشوې، دا په نړیوال کرېکټ کې د محمد سراج بې سارې ښه توپ وهنه ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *