د پاکستان چارسمبالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وايي، هېواد به یې د اړتیا په صورت کې د دفاع لپاره ګامونه واخلي.
ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کړې دي. که څه هم ښاغلي کاکړ په ښکاره د افغانستان نوم نه دی یاد کړی، خو وايي که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي، پرضد به یې ګامونه پورته کړي.
له نوموړي وپوښتل شول چې ایا داسې غوراوي په پام کې لري چې له مخې یې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي بریدونه وکړي؟ هغه په ځواب کې وویل، “پاکستان د دفاع حق لري، هر کله که موږ احساس کړو چې زموږ د خاروي خوندیتابه لپاره ګامونو ته اړتیا شته، موږ به یې واخلو.”
دا په نژدې یوه اوونۍ کې لږ تر لږه دویم ځل دی چې د پاکستان دغه لنډمهالی مشر په مرکو کې پر افغانستان خبرې کوي.