د روسیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان لا هم د نشهيي توکو د تولید او قاچاق له اړخه د ټولیز امنیتي تړون په نامه د سیمه ییزې ټولنې غړو هېوادونو ته یو لوی امنیتي ګواښ دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د دغه وزارت د چارواکو له خولې ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۸۰ سلنه کم شوی، خو د مصنوعي نشهيي توکو تولید پکې پام وړ ډېر شوی دی.
