ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د دفاع وزارت خبر ورکوي چې په ختیځه برخه کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څه باندې سل پوستې جوړې کړي.
اسلامی امارت ادعا کوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې په هغو سیمو کې پوستې اچولي چې د پاکستان له‌خوا به هدف ګرځېدلې.
د اسلامی امارت چارواکو ویلي چې د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په امر یې دا کار کړی دی.
د ختیځو ولایتونو لپاره لومړۍ سرحدي لوا قومندان قاري معراج د پوستو د جوړولو په اړه وايي: “دا چې کومه فرضي کرښه ده د موږ د لوا مربوط کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونه دي. په دې کې موږ څه باندې سل پوستې په دې سیمو کې فعالې کړي. ښه منظم هم دي هر چېرته. له هغې ډلې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سالالا سیمه ده. په دې کې هم موږ پوستې فعالې کړي په فرضي کرښه باندې. تاسیسات او سړکونه مو هم ورته جوړ کړي دي.”

د اسلامی امارت چارواکو داسې وخت په ختیځو برخو کې له پاکستان سره پولې ته نږدې د څه باندې سلو پوستو د فعالولو ادعا کړې چې څو اونۍ مخکې په تورخم کې د پوستې فعالولو باندې د حکومت ځواکونه او پاکستاني پوله ساتي په نښته واوښتل.
تر هغه مخکې هم طالبانو له پاکستاني پوله ساتو سره په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې د پوستو او تاسیساتو پر سر نښتې کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *