سپینه ماڼۍ وايي، طالبان د نړۍ د غوښتنو او د خپلو ژمنو برعکس روان دي او له نړیوال مشروعیت سره یې واټن ډېرېږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته دا هم وویل چې متحده ایالات هېڅ داسې برنامه نهلري چې پر بنسټ یې طالبان په رسمیت وپېژني.
