د اسلامي امارت د مشر مولوي هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د نورستان، بامیان، میدان وردګ، غور، سرپل، لغمان او دایکندي ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د دغه ډول شوراګانو له جوړولو موخه د خلکو د ستونزو حل او د اسلامي امارت په ادارو کې د لا زیات نظم رامنځته کول ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له خوا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د دیني عالماوو شوراګانې جوړې شوې دي.
د اسلامي امارت مشرتابه په بېلابېلو فرمانونو کې ویلي، د دې شوراګانو غړي او مسوولان دنده لري، چې د هېواد د مسایلو د ښهوالي لپاره د شریعت له مخې سیمه ییزو چارواکو ته مشورې ورکړي