ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

اروپايي ټولنې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسل او څلویښت میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان سره مرستې وځنډولې چې د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې په نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
اروپایي ټولنه وایي، افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه وکړه چې شپږ میاشتې یې ‘د ښځو لپاره د ښځو په وسیله’ د یوې تګلارې څارنه او ارزونه وکړه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *