اوکراین پوځ جمعه سپټمبر ۲۲ (وږي۳۱) ویلي چې په کریمیا کې په تورې بحیرې کې د روسیې د بحري ځواکونو د قطعې په مرکز د توغنديو برید دوي کړی.
پدې برید کې چې لږ تر لږه د روسیې یو سرتیری ورک شوی او د بحري ځواکونو اډې کې ستر اور بل شوی.
د کریمیا تر ټولو د ستر ښار سیواستوپول والي چې د روسیې لخوا ټاکل شوی مطبوعاتو ته تائید کړې چې د بحري ځواکونو قطعه د “دښمن” په توغندیو ویشتل شوې خو د وراني او مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.
اوکراین تائید کړې چې دا برید هغوي کړی او پدې ټاپو کې یې د روسیې د بحري ځواکونو قطعه په نښه کړې وه.