ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څرګندونو وروسته، چې ګاونډ هېوادونو ته د غلو دانو د صادرولو لپاره هڅې کوي؛ د پولنډ لومړي وزیر د جمعې پر ورځ زیلینسکي ته څرګنده کړه، چې پولندیانو ته دې سپکاوی نه‌کوي.
رویترز راپور ورکړی؛ پولند تېره اوونۍ پرېکړه وکړه، چې د اوکراین د غلو پر وارداتو بندیز وغزوي. دې پرېکړې له کیف سره اړیکې، چې د تېر کال په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راپدیخوا د متحد او ګاونډي په توګه ټینګې وې؛ کړکیچنې کړې.
زیلینسکي په ​​​​نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وویل: کله، چې کیف د خپلو غلو صادرولو لپاره د ځمکنیو لارو د کارولو هڅه وکړه؛ نو ګاونډیانو غصه څرګنده کړه، خو د غلو د وارداتو سیاسي تیاتر به یوازې له مسکو سره مرسته وکړي.
د پولنډ لومړي وزیر ماتئوش موراویسکي په یوه ټاکنیزه غونډه کې څرګنده کړه: غواړم ولسمشر زیلینسکي ته ووایم، چې نور دې هیڅکله د پولندیانو سپکاوی نه‌کوي؛ لکه څنګه یې، چې ​​​​د ملګرو ملتونو په ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړ

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *