ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د نیکبختې په نامه یوه ښځه چې اوس د پاخه عمر لرونکې ده هله په کابل کې د پولیسو وژغورله چې د سیمې خلکو پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.

پولیس وايي ورور یې هغه د کورنیو لانجو له امله په کوټه کې زندانې کړې وه او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې هغې لمر نه دی لېدلی. نیکبخته چې له رواني او فیزیکي پلوه ډېره ناتوانه شوې اوس د پولیسو په حضور کې د شیخ زاید روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په هغه ویډیو کې چې په افغانستان کې د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت د هغې د ژغورنې په تړاو جوړه کړې او رسنیو ته استولې هغه وايي:

“زه له هېچا سره څه کار نه لرم، چا سره غرض نه لرم، پر هغوی زما زور نه رسېږي. زما امنیت ونیسئ”.
د کابل په چار قلا سیمه کې د شیخ علي په نامه کوڅه کې نېکبخته پنځه ویشت کاله په یوې تیاره کوټه کې چې یوازې یوه کوچنۍ کړکۍ یې لرله زنداني ساتل شوې وه او د کوټې دروازه ورپسې په خټو بنده کړای شوې وه.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی هله د نیکبختې د ژغورنې لپاره وګومارل شو چې د سیمې مشرانو د کابل د لسمې حوزي پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.

د سیمې مخور او مشر ګل اغا په دې اړه وايي:

“ګاونډیانو یې هېچا کوم راپور نه و ورکړی، بالاخره د کوڅې استازي وموندله چې دغسې یوه ښځه په بند کې ساتل شوې، موږ ته یې خبر راکړ او موږ بیا د لسمې حوزې له پولیسو سره په اړیکه کې شوو، پولیس راغلل او ښځه یې له کوټې نه وایسته”.

نیکبختې ویلي چې د بند پرمهال د خپل ورور د کورنۍ غړو وهلې ټکولې ده، هغه اوس د روغتون د جدي مراقبت یا څارنې په خونه کې هم د وېرې احساس کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *