ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د اسلامی امارت د لوړو زدکړو وزارت مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټول پوهنتونونه مجهز لابراتوارونه ولري.
لطف الله خيرخواه د پوهنتونونو د نصاب د بيا کتنې په پروګرام کې وويل، چې وزارت د دې وسايلو د پېرلو لپاره کافي بوديجه لري.
دغه اسلامی امارت چارواکي د افغانستان د پوهنتونونو د وضعیت په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د خپل اوږد تاریخ په لرلو سره دغه پوهنتونونه لا« هم له نظري حالت څخه نه دي راوتلي او دا کار دوی ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.»
ښاغلي خیرخواه ټینګار وکړ، چې افغان پوهنتونونه باید په عملي او تطبیقي ډګر کې د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
طالبان په دسې حال کې د لوړو زدکړو د مرکزونو د اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې دغې ډلې په افغانستان کې د پوهنې بهیر له بندون یا بن بست سره مخ کړی.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو دوه کاله کیږي، په دې موده کې د پوهنتونونو په نصاب کې پراخ بدلونونه راغلي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *