ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

په افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر ویلي ځینو هېوادونو ته یې پلاوي استولي چې د پوهنتون استادان بېرته هېواد ته وبولي.

د اسلامی امارت حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر مولوي ندا محمد ندیم دغه خبرې د بلخ پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په غونډه کې کړې او زياته کړې يې ده، سلګونه میلیونه افغانۍ د ښوونکو د ظرفیت لوړونې ته ځانګړې شوي دي.

نوموړی وايي، له هېواده تللي ځینې استادان تکړه دي نو دوی غواړي چې هغوی بېرته هېواد ته ستانه شي.

د لوړ زدکړو وزارت یو کال وړاندې هم له بهرته تللو استادانو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي، ځکه د راپورونو له مخې لږترلږه په کابل پوهنتون کې ځینې داسې څانګې شته چې له نیمايي ډېر ښوونکي یې له افغانستانه وتلي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *