ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزرا د ملي تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د شاوخوا ۶ مېلیارده افغانیو پر ارزښت ۲۵ پروژې منظورې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دغو پروژو د عملي کار له پېل سره به، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شي.
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو پر بنسټ دغه پروژې به د سړکونو، د اوبو بندونو او ښارګوټو د جوړولو په برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې شي.
د کابل ځينې اوسېدونکي بیا پر پراختیايي پروژو د کار له پېله هرکلی کوي او وايي د هېوادوالو لپاره د کاري زمینې برابرېدل به د بې وزلۍ د پایته رسولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
تر دې مخکې د ټولګټو وزارت ویلي و چې په روان زیږدیز کال کې یې د ۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت پر ۹۰ پروژو کار پېل کړی دی.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *