ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې په بلنه د مسکو جوړښت (مسکو فارمټ) په نامه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی دی. دغه ناسته د را روانې جمعې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې کېدونکې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زخارووا، ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت، د افغانانو تر منځ پر روغې جوړې، د سیمې پر امنیت، او د افغانستان پر بیا رغونې خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد هم پر اېکس ياپخواني ټوېټر د امیر خان متقي عکس خپور کړی او لیکلي یې دي، پلاوی د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې په بلنه مسکو ته تللی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته ويلي، امریکا ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په دې غونډه کې پر روسیې او هند سربېره د افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو لکه ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.

د مسکو جوړښت وروستۍ غونډه د تېر کال په نومبر کې شوې وه، چې د طالبانو حکومت ورته نه و وربلل شوی.

روسیې ویلي وو، د افغانستان په اړه یې د مسکو په غونډه کې د طالبانو استازو ته ځکه بلنه نه وه ورکړې چې کابل تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، یو ټولګډونی حکومت جوړ او بشري حقونه خوندي کړي خو زياته کړې يې وه چې له طالب استازو سره په اړیکه کې دي ‌او د ناستې پايلې به له هغوی سره شريکې کړي.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۵ د افغانستان په اړه د مسکو په بڼه څلورمه مشورتي غونډه کې د ايران او پاکستان په ګډون د سيمې د لسو هېوادونو استازو په کې برخه اخيستې وه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *