د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځې تمریناتو وروسته په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د هند په لوري وخوځېدل. د افغان لوبډلې له روانېدو وړاندې په یوه غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف هم ګډون کړی و چې افغان لوبډلې سره یې په ګډه دعا وکړه ترڅو په دغو سترو سیالیو کې لاسته راوړنې ولري، همدارنګه یې افغان اتلانو ته وویل چې افغان ملت له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ.